د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، ملا عبدالغني برادر آخوند د خپل کاري سفر پر مهال د هرات د صنعتي پارک په ساحه کې د «کابل فولاد» د فابریکې دوهم پړاو په رسمي توګه افتتاح کړ.
د پرانېستې په مراسمو کې شیخ احمد اسلامجار، د هرات والي، یو شمېر دولتي چارواکي، صنعتکاران او د خصوصي سکتور استازي هم حاضر وو. د فابریکې مسؤلینو وویل، له دې پړاو څخه په ګټې اخیستنې سره به د فولادو د تولید کچه لوړه سي او د هرات سلګونه ځوانانو ته به د کار زمینه برابره سي.
ملا عبدالغني برادر په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د طالبانو سرپرست حکومت د کورنیو پانګونو او ملي تولیداتو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې د افغانستان تکیه د ساختماني توکو په وارداتو کې راکمه کړي. دغه پروژه د سرپرست حکومت د صنعتي ودې د پروګرام یوه برخه بلل کېږي، چې موخه یې د سیمې د اقتصاد پیاوړتیا او په ساختماني تولیداتو کې د هېواد پر ځان بسیا کیدل دي.