د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ ملا عبدالغني برادر، د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، نن پنجشنبه (۴ د جدی) په هرات ولایت کې د برېښنا د لېږد او وېش د ۹ مهمو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې برېښنا د هېواد له اساسي او بېړنیو اړتیاوو څخه ده او په هرات کې د برېښنا سترې پروژې د درې میلیاردو افغانیو څخه په زیات ارزښت سره روانې دي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به بشپړې سي.
هغه زیاته کړه چې د برېښنا تولید د دوامدارې برېښنا لپاره یو ضروري ګام دی او د صنعت د ودې او د هېواد د اقتصادي پرمختګ کلي بلل کېږي، او په لنډ وخت کې په دې برخه کې مهم پرمختګونه سوي دي.
همداراز، د برېښنا شرکت (برشنا) عمومي اجرائیوي رئیس، عبدالباري عمر، برېښنا د صنعت د ودې او اقتصادي پرمختګ لپاره حیاتي عامل وباله او ټینګار یې وکړ چې د برېښنا له تأمین پرته سوداګري، روغتیایي خدمتونه او ان سیاست هم نسي کولی په مطلوب ډول پر مخ ولاړ سي. هغه وویل چې د هېواد د اقتصادي سکتور د پیاوړتیا لپاره هڅې په جدي ډول دوام لري.
د هرات والي، اسلام جار، د پل هاشمي سبسټېشن، د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ، د پاشدان بند او د ټاپي پروژې په څېر پروژو ته په اشارې سره ډاډ ورکړ چې د دغو پروژو له بشپړېدو وروسته به د هرات خلک نور په کورونو او فابریکو کې د برېښنا د پرې کېدو شاهدان نه وي.
د هرات والي روانې بنسټیزې پروژې بېسارې وبللې او ویې ویل چې په دې ولایت کې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ بدلونونه په دوامدار ډول روان دي.
د هغه په وینا، یوازې په تېره اوونۍ کې د لومړي ځل لپاره له هرات څخه څو صادراتي محمولې نورو هېوادونو ته ولېږدول سوې او د هېواد د ۱۲۱ میلیاردو افغانیو له ټولیزو عوایدو څخه ۴۰ سلنه د همدې ولایت له لوري تأمینېږي.
اسلام جار همداراز ټینګار وکړ چې د سوداګرو او پانګهوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پراخ اقدامات روان دي او د هرات د اقتصادي او بنسټیز پرمختګ لپاره ځانګړې پاملرنه به دوام ولري.



