د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ښځو د حقونو فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ اعلان وکړ چی په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض د بشریت ضد جرم په توګه معرفي کول د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو ملاتړ ته اړتیا لري. ملاله یوسفزۍ په خپل X پاڼه کې اعلان وکړ چې هغه د هغو افغان ښځو او نجونو سره ولاړه ده چې د بشریت پر وړاندې د جرم په توګه د جنسیتي تبعیض د معرفي کولو غوښتنه کوي. په دې لړ کې هغه په ملګرو ملتونو کې د مالتا او مکسیکو له دایمي استازو سره هم لیدلي او د هغوی د مرستو قدرداني یې کړې ده. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم دا خبره کړې ده چی د دې لپاره چې دغه هېواد د مرستو او بې وزلۍ له انحصاره خلاص شي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې باید بدلې شي. د هغه په وينا، افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د سختو سزاګانو له امله هر کال له يو ميليارد ډالرو څخه زيات تاوان کوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7941
۹ میاشتی پیش
شماره خبر 7941
منتشر شده در ۱۳:۵۲ - حوت ۲۰, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email