ملابرادر: د نړیوالې ټولنې مالي مرستې باید ټولو خصوصي بانکونو ته واستول شي

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغه دفتر تېره شپه (د اسد په ٣٠مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د اقتصادي کمېسيون په يوه غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت مکلف شوى، چې له مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو سره دې تفاهم ته ورسېږي، چې مرستې دې د یوه بانک پر ځای ټولو خصوصي بانکونو ته واستول شي تر څو عدالت تامین شي.

په دې غونډه کې وویل شول چې د تعرفو او د دولتي کارکوونکو د معاشونو په تطبیق کې به د خصوصي بانکونو ونډه هم زیاته شي.

دا غونډه په هېواد کې د خصوصي بانکونو د وضعیت د ښه والي په موخه جوړه شوې وه.

اعلامیې همداراز له سترې محکمې غوښتي چې د دولتي او خصوصي بانکونو د پورونو اړوند دوسیو د څېړلو لپاره دې ځانګړې محکمه جوړه کړي.

اعلامیه زیاتوي چې د اسلامي بانکدارۍ د اسنادو تر بشپړیدو پورې باید دولتي او خصوصي بانکونه د مرکزي بانک د شرعي بورډ له اجازې وروسته د پورونو د ورکړې بهیر پرمخ بوځي.

اقتصادي کمیسیون ټینګار کړی چې مرکزي بانک باید د مالیې وزارت په مرسته خصوصي بانکونو ته پیسې ورکړي.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو جګپوړی غړی: د یحیی سنوار وینه به د ازادۍ د لارې نقشه رسم کړی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x