د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا برادر په تهران کې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له منشي ډاکټر احمدیان سره په کتنه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ او د پولې امنیت ته په اشارې سره ډاډ ورکړ، چې افغانستان به هېڅ ګاونډي هیواد ته ګواښ نه وي. د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي هم په دغه کتنه کښې څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان له خپلواکۍ، ثبات، امنیت او پرمختګ څخه ملاتړ کوي. هغه دغه راز په تجارتی او صنعتی چارو، ټرانسپورټ، کرنې او د ایران د اوبو د حقوقو په برابرولو کښې په ملګرتیا ټینګار وکړ.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6778
۱ کال پیش
شماره خبر 6778
منتشر شده در ۱۳:۰۱ - عقرب ۱۵, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email