مطیع‌الله ویسا د فساد پر ضد د مبارزې لپاره د قطر د امیر جایزه وګټله

مطیع‌الله ویسا، چې د افغانستان د ښوونې او د انجونو د حقونو په برخه کې یو پېژندل سوی فعال دی، د فساد پر ضد د مبارزې لپاره د شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د نهمې نړیوالې جایزې په ترڅ کې «د ځوانانو د نوښت او ګډون» په څانګه کې جایزه تر لاسه کړه.
مطیع‌الله ویسا د فساد پر ضد د مبارزې لپاره د قطر د امیر جایزه وګټله

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ مطیع‌الله ویسا، د افغانستان د ښوونې او د انجونو د زده‌کړې د حقونو پېژندل سوی فعال، د فساد پر ضد د مبارزې لپاره د شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د نهمې نړیوالې جایزې په لړ کې، «د ځوانانو د نوښت او ګډون» په برخه کې د جایزې ګټونکي په توګه وټاکل سو.

د فساد پر ضد د مبارزې لپاره د شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د نهمې نړیوالې جایزې (ACE) د ورکولو مراسم د یکشنبې په شپه د قطر د امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، په حضور کې د دوحې په ښار کې ترسره سول.

په دې مراسمو کې مطیع‌الله ویسا، چې د ښوونې په برخه کې فعال او د انجونو د زده‌کړې د حق مدافع دی، «د ځوانانو د نوښت او ګډون» د برخې د ګټونکي په توګه معرفي سو او وستایل سو.

ویسا له کلونو راهیسې د زده‌کړې د لاسرسي د پراخولو لپاره، په ځانګړي ډول د انجونو لپاره، فعالیت کوي او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې هم د انجونو د زده‌کړې د حق د ملاتړ په موخه ګڼ مدني او پوهاوي‌ورکوونکي کمپاینونه پیل کړي دي.

دغه مدني فعال د ۱۴۰۲ کال په پیل کې د طالبانو له لوري ونیول سو او له څه باندې ۲۰۰ ورځو بند وروسته خوشې سو. د هغه نیول کېدو پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راوپارول.

د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، په دې مراسمو کې په خپله وینا کې ټینګار وکړ: «د فساد پر ضد مبارزه یو نړیوال مسوولیت دی چې د نړۍ په کچه د نړیوالو بنسټونو همکارۍ او د ژمنو اشخاصو نوښتونو ته اړتیا لري.»

د قطر د امیر د فساد پر ضد نړیواله جایزه له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې د هغو اشخاصو، بنسټونو او نوښتګرو طرحو د ستاینې په موخه ورکول کېږي چې د فساد پر ضد د مبارزې په ډګر کې اغېزمن فعالیتونه لري، او تر دې مخکې دا جایزه په ویانا، ژنیو، کوالالامپور، رواندا، تونس، دوحه، تاشکند او کوستاریکا کې هم ورکړل سوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x