مسکو: د کروکوس تالار د برید عاملین په افغانستان او ترکیه کې روزل سوي وو

د روسیې دولتي خبري اژانس په یوه تازه راپور کې ادعا کړې ده چې د مسکو ښار ته څېرمه د «کروکوس» تالار پر خونړي برید کې ښکېل بریدګرانو خپلې پوځي او ځانګړې روزنې د روسیې له خاورې بهر، د افغانستان او ترکیې په ګډون، ترلاسه کړې وې.
مسکو: د کروکوس تالار د برید عاملین په افغانستان او ترکیه کې روزل سوي وو

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د روسیې دولتي خبري اژانس په یوه تازه راپور کې ادعا کړې ده چې د مسکو ښار ته څېرمه د «کروکوس» تالار پر خونړي برید کې ښکېل بریدګرانو خپلې پوځي او ځانګړې روزنې د روسیې له خاورې بهر، د افغانستان او ترکیې په ګډون، ترلاسه کړې وې.

د راپورونو پر بنسټ، د کروکوس تالار د مرګوني برید عاملینو تر برید مخکې ځانګړې پوځي روزنې لیدلې وې او د وسلو د مسلکي کارونې وړتیا یې ترلاسه کړې وه. دغه راپور د سیمې په هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان کې، د افراطي شبکو د حضور او فعالیتونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

روسیې تر اوسه په رسمي ډول د دې برید مسؤله ډله نه ده اعلان کړې، خو تر دې وړاندې ځینو سرچینو د داعش خراسان څانګه د دې برید مسؤله بللې وه؛ هغه ډله چې د نړیوالو چارواکو په وینا، په افغانستان کې فعاله شتون لري.

مسکو په وروستیو میاشتو کې څو ځله د افغانستان له خاورې څخه د راټوکېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ترهګرو ډلو د مهار لپاره یې د سیمې د جدي او ګډو اقداماتو غوښتنه کړې ده. طالبانو بیا تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x