د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې رسمي اعلامیه کې د امریکا له خوا پر ونزوئلا د نظامي تیری کړنه په سخته غندلی او دا یې د یوه خپلواک او د بشپړ حاکمیت لرونکي هېواد پر وړاندې یو تهاجمي، ناقانونه او غیرمشروع عمل یاد کړی دی.
په دغه اعلامیه کې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په رسمي وېبپاڼه خپره سوې، راغلي دي چې مسکو د امریکا نظامي بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوالو حقوقي اصولو جدي او ښکاره نقض ګڼلي. روسیې ټینګار کړی چې د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره د زور کارول هېڅ قانوني، حقوقي او مشروع توجیه نه لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه اقدامات نه یوازې د ونزوئلا ملي حاکمیت په نښه کوي، بلکې د لاتینې امریکا د ټولې سیمې امنیت او ثبات هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.
په دې اعلامیه کې ویل سوي دي: «هغه دلیلونه چې د دې ډول کړنو د توجیه لپاره وړاندې کېږي، د منلو وړ نه دي. ایډیالوژیکي کینه د عملي فکر، د اعتماد پر بنسټ اړیکو او د وړاندوینې وړ سیاستونو ځای نیولی دی. لاتینې امریکا باید هماغسې یوه سولهییزه سیمه پاتې سي؛ دا اصل په ۲۰۱۴ کال کې هم تایید سوی وو.»
روسیې زیاته کړې چې د ونزوئلا د خپل برخلیک د ټاکلو حق باید د همدې هېواد د خلکو له خوا، او بې له هر ډول تخریبي او زیانمنې بهرنۍ لاسوهنې – په ځانګړي ډول نظامي مداخلې – تضمین او عملي سي.
مسکو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دغه «بریدګر او تیری کوونکي اقدام» په څرګند، صریح او قاطع ډول وغندي. روسیې د بحرانونو د حل لپاره پر دیپلوماتیکو لارو، د ونزوئلا دننه خبرو او بېطرفه مذاکراتو ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی چې د نظامي تاوتریخوالي زیاتېدل کولای سي د نړیوال نظم لپاره ناڅرګندې او نه اټکل کیدونکې پایلې رامنځته کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په پای کې ویلي دي:
«موږ د ونزوئلا له خلکو سره خپل یووالی، ملاتړ او خواخوږي اعلان کوو، او د دې هېواد د بولیواري مشرتابه هغه دریځ او ګامونه چې د ملي ګټو او حاکمیت د دفاع لپاره پورته کېږي، ملاتړ کوو. همدارنګه د ونزوئلا د چارواکو او د لاتینې امریکا د مشرانو د غوښتنې سره سم، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې د جوړېدو ملاتړ اعلان او تاییدوو.»




