د ایران د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاو د سرطان د مياشتې په پنځلسمه نيټه ترسره شو او د وروستيو رایو د پايلو له مخې مسعود پزشکیان د ايران داسلامي جمهوريت د نهم ولسمشر په توګه وټاکل شو. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د ټاکنو مرکزي دفتر اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې د ټاکنو وروستۍ نتیجه اعلان شوې ده او په دغه انتخاباتی دوره کښې د ۵۰ فیصده خلکو په ګډون سره مسعود پزشکیان د ایران د اسلامی جمهوریت د نهم ولسمشر په توګه وټاکل شو. د هېواد دننه او بهر په ټاکنو کې د ګډون کوونکو ټولټال شمېر ۳۰،۵۳۰،۱۵۷ اعلان شو.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9335
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 9335
منتشر شده در ۰۹:۳۴ - سرطان ۱۶, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email