مدودوف: طالبان د روسیې لپاره لږ ګواښ وو

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال، دیمیتري مدودوف، په یوه تازه مقاله کې د طالبانو او د لوېدیځ له ملاتړ څخه برخمنو ځینو ډلو ترمنځ پرتله کړې او ویلي یې دي چې دا ډله، سره له دې چې د روسیې د ترهګرو ډلو په لېست کې شامله ده، مسکو ته یې لږ زیان رسولی دی.
مدودوف: طالبان د روسیې لپاره لږ ګواښ وو

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ دیمیتري مدودوف د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال، په «رودینا» مجله کې په خپره سوې مقاله کې طالبان له هغو سازمانونو سره پرتله کړي چې د لوېدیځ له ملاتړ څخه برخمن دي، او ویلي یې دي چې طالبان، سره له دې چې د روسیې د ترهګرو ډلو په تور لېست کې شامل وو، روسیې ته لږ زیان رسولی دی.

مدودوف ټینګار کړی دی: «راځئ رښتیا ووایو: د طالبانو غورځنګ چې د اوږدې مودې لپاره په تور لېست کې وو، زموږ هېواد ته یې ډېر لږ زیان رسولی دی، په پرتله له هغو شبه‌علمي بنسټونو سره چې د مظلومانو د مرستې تر نامه لاندې زموږ د هېواد د ړنګولو لپاره فعالیت کوي.»

مدودوف په خپله مقاله کې زیاته کړې چې طالبان په تېرو کلونو کې، د هغو ځینو سازمانونو په پرتله چې د ده په وینا «د لوېدیځ له لوري په روسیه کې د بېلتون‌پالنې د ترویج لپاره ملاتړ کېدل»، لږ ګواښ بلل کېدای سي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې روسیې طالبان په رسمي ډول په رسمیت پېژندلي او د مسکو اړیکې له دې ډلې سره، په ځانګړي ډول په ډیپلوماتیکو او امنیتي برخو کې، پراخې سوې دي.

د مدودوف دا څرګندونې کېدای سي د طالبانو په اړه د مسکو د دریځ د تدریجي بدلون او د روسیې د سیمه‌ییزو سیاستونو د توازن موندلو هڅه وښيي، په ځانګړي ډول د لوېدیځ سره د جیوپولیټیکي سیالیو په ترڅ کې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x