محمود خان اڅکزی: پاکستان د کورنۍ جګړې په درشل کې دی

محمود خان اچکزی : پاکستان در آستانه جنگ داخلی است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر محمود خان اڅکزي خبرداری ورکړی، چې په هېواد کې د ناامنیو او اوسنیو کړکېچونو له زیاتېدو سره ښايي پاکستان د کورنۍ جګړې پر لور ولاړ شي. نوموړي په یوه خبري غونډه کې په خبرو کې ټینګار وکړ چې د پاکستان حکومت نه یوازې دا چې د شته کړکېچونو د حل لاره نه لري، بلکې داسې ښکاري چې د دغو ستونزو د هواري لپاره د خبرو اترو اراده هم نه نشه. اڅکزي په ځانګړې توګه د پاکستان پر لومړي وزیر شهباز شریف نیوکه وکړه او ویې ویل چي د هغه حکومت د هیواد په اوسني حالت کې هیڅ واک نه لري او د داخلي کړکېچونو د حل لپاره هیڅ ګام نه اخلي. هغه زیاته کړه چې په اوسنیو حالاتو کې که د مذاکراتو د کامیابۍ دعا هم وکړو هیڅ نتیجه به ونه‌لري. نوموړي ویلي، چې په دې حالت کې باید هېواد د جګړې ډګر نه شي.

بیشتر بخوانید:  اوچا: افغانستان په نړۍ کې تر ټولو زیات په چاودیدونکو توکو ککړه ځمکه لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه