د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ محمد یوسف جهانگیر د اسلامي هېوادونو د یووالی له لوبو څخه د افغانستان د تاریخ لومړی د سرو زرو مډال ګټلی دی. محمد یوسف جهانگیر، چې د افغانستان د مویتای پیاوړی مبارز دی، د ترکیې سخت سیال ته په ماتې ورکولو سره د مویتای د منفي ۷۵ کیلو وزن په برخه کې اتل سو.
د ورزشي کارپوهانو په وینا، دا تاریخي بریا نه یوازې ددې لوبغاړي لپاره ستر ویاړ دی، بلکې د افغانستان لپاره په دې نړیوالو سیالیو کې د لومړي سرو زرو مډال په توګه د ورزشي تاریخ نوی زرین باب ثبتوي.
د سرو زرو د دې مډال ترلاسه کول، چې د محدودیتونو، ستونزو او د افغان لوبغاړو د نه پاملرنې په شرایطو کې ترسره سوي، د افغان ځوانانو د ارادې، هڅې او سپورتي غیرت ښکاره نښه ده او د هېواد د ورزش د راتلونکي لپاره نوې هیلې را پاروي.



