د طالبانو د نفوذ د دریمې کلیزې په مناسبت د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق نن چهارشنبه د اسد ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دوی د خلکو هیلو ته درناوی نه دی کړی او که د خلکو غوښتنو ته غاړه نهکېږدی نو جنګ ورسره حتمي دی. ښاغلي محقق له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د افغانستان د ستونزو د اصلي اړخ په توګه د طالبانو پر ضد حرکتونه په رسمیت وپېژني او پر طالبانو فشار راوړي چې خبرو ته کېني. ښاغلي محقق له طالبانو هم غوښتي چې له زورزياتي او تاوتريخوالي لاس واخلي او له مخالفو سياستوالو سره خبرو ته کېني.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10075
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10075
منتشر شده در ۱۲:۱۵ - اسد ۲۴, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email