په پکتیکا ولایت کې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې، د افغانستان د اسلامي یووالي ګوند مشر، محمد محقق دغه بریدونه د طالبانو د “غلط ترهګریزو سیاستونو” پایله ګڼي. محقق په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي: د طالبانو دې ناسمې تګلارې افغانستان لا په سیمه ییز تاوتریخوالي کې ښکېل کړی دی. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان باید د نړیوالو او سیمه ییزو “ترهګرو شبکو” لپاره په خوندي ځای بدل نه شي. د محقق په وینا، د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په افغانستان کې کړکېچ زیات شوی او ترهګرو دغه هیواد د خپل خوندي او دویم کور په توګه غوره کړی او د طالبانو تر امنیتي سیوري لاندې ژوند کوي.

- 45
- کې خپور شو 4:02 ب.ظ
- د خبر شمیره 114863
- December 29, 2024
- کې خپور شو 4:02 ب.ظ
- د خبر شمیره 114863
- December 29, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 17:16 - December 29, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=114863
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

پر افغانستان د شوروي یرغل؛ «ویاړلی ماموریت» که د ورانۍ پیل؟
11 ساعتونه پیش


پاکستان: طالبان باید د سولې یا انزوا لار وټاکي!
11 ساعتونه پیش

د پاکستان د ولسمشر ویاند طالبان «بېمغزه» وبلل
12 ساعتونه پیش