د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق ویلي دي چې ځینې طالب شخصیتونه چې د دې ډلې د مشرتابه د پالیسیو مخالف دي، کولاي شي د ویانا پروسې سره یوځای شي. هغه د سراج الدین حقاني او ملا برادر یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې که دوی د سولې په خبرو اترو کې د ګډون لیوالتیا ولري، نو کولای شي په دې پروسه کې برخه واخلي. د محقق په وینا، نړیواله ټولنه دې نتیجې ته رسیدلې چې د طالبانو رژیم به دوام ونکړي، نو دا مهمه ده چې د طالبانو وروسته د افغانستان د راتلونکي په اړه بحث وشي. هغه ټینګار وکړ چې د هیواد برخلیک باید د ټولو ډلو د ګډون او د خلکو د رایو سره وټاکل شي.

- 42
- کې خپور شو 3:43 ب.ظ
- د خبر شمیره 121075
- February 19, 2025
- کې خپور شو 3:43 ب.ظ
- د خبر شمیره 121075
- February 19, 2025
- خبرونه
- تازه تازه 16:27 - February 19, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=121075
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



