د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ محمد محقق د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر، وویل چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د طالبانو پر ضد د کورنۍ جګړې ملاتړ نه کوي. هغه له طالبانو وغوښتل چې له خپل سخت دریځه تېر سي او د معقولو مذاکراتو لاره خپله کړي.
محقق زیاته کړه: «نړۍ وايي جګړه مه کوئ. ختیځ او لوېدیځ دواړه وايي جګړه مه کوئ. ګاونډیان هم وايي جګړه مه کوئ.»
دغه څرګندونې نوموړي د سېشنبې په ورځ، د قوس ۲۵مه، د خپل تازه چاپ سوي د خاطرو کتاب د معرفي کولو په غونډه کې وکړې.
محمد محقق ټینګار وکړ چې که څه هم ځینې هېوادونه له طالبانو سره مالي مرستې کوي، خو نړیواله ټولنې له فکري پلوه له طالبانو واټن نیولی او تراوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
محقق وویل: «طالبان دایمي نه دي» او زیاته یې کړه چې په همدې لړ کې د افغانستان سیاسي جریانونه او ګوندونه تازه «همغږۍ» ته رسېدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر سیاسي ګوندونو او جریانونو په ګډه اعلامیه کې له طالبانو سره د خبرو او مذاکرې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
محمد محقق یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هېڅوک د جګړې پلوی نه دي او ویې ویل چې د افغانستان د بحران یوازینۍ واقعي حل لاره د طالبانو او د هېواد د مهمو سیاسي جریانونو ترمنځ خبرې او مذاکره ده.
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو او د دې ډلې د سیاسي مخالفانو ترمنځ د مانادارو خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
په مقابل کې، طالبان تل ادعا کوي چې د افغانستان بحران پای ته رسېدلی، سراسري امنیت ټینګ سوی او نور خبرو ته اړتیا نسته. دې ډلې له سیاسي مشرانو غوښتي چې هېواد ته ستانه سي، خو منتقدین وايي چې په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د سیاسي او ولسي فعالیت لپاره مناسب چاپېریال نه سته.



