محمد عمر داودزی د افغانستان د ژغورنې ملي شورا اجرایوي رییس شو

محمد عمر داوودزی رئیس اجرایی «شورای ملی برای نجات افغانستان» شد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ژغورنې ملي شورا په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د پخواني افغان حکومت یو لوړ پوړی چارواکی محمد عمر داودزی د دې شورا د اجرایوي رییس په توګه ټاکل شوی دی.

د شورا د اعلامیې له مخې، په دې وروستیو کې ۳۴ نور افغان سیاسي مشران او د مدني ټولنې غړي له شورا سره یوځای شوي دي، چې د شورا د غړو شمېر یې ۷۱ ته رسېدلي دی.

شورا په خپله اعلامیه کې دا هم ویلي چې نویو غړو د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې د مشرانو د نوي لیست په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل چې د شورا سره د یوځای کیدو لیوالتیا لري.

بیشتر بخوانید:  افغانستان د ډیموکراسۍ د جدول په پای کې؛ د طالبانو په واکمنۍ کې د خلکو رول څه دی؟
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه