د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان ووشو فډرېشن د افغان سپورتونو په تاریخ کې یوه بې ساري لاسته راوړنه اعلان کړه.
محمد طه اسحاقي، یو ځوان ووشو لوبغاړی، د چین په شانګهای کې د آسیا د ځوانانو په ۱۲مه اتلولۍ کې د سرو زرو او سپینو زرو مډال وګاټه او د آسیا په کچه یې د لومړي افغان ووشو لوبغاړي په توګه خپل نوم ثبت کړ.
محمد طه پخوا په ورته سیالیو کې د سپینو زرو مډال ګټلی و، مګر دا ځل، د استثنایی فعالیت سره، هغه د سرو زرو مډال وګاټه.