محمد صادق: پاکستان په سیمه کې د سولې او امنیت د پیاوړتیا غوښتونکی دی

محمد صادق، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي، د تهران په سیمه‌ییزه ناسته کې ویلي چې د ترهګریزو ګواښونو په اړه د اسلام‌اباد اندېښنې باید په جدي ډول وڅېړل سي، او پاکستان تل په سیمه کې د سولې، پراختیا او امنیت د ټینګښت غوښتونکی پاتې سوی دی.
محمد صادق: پاکستان په سیمه کې د سولې او امنیت د پیاوړتیا غوښتونکی دی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ محمد صادق، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د ځانګړو استازو په هغه ناسته کې چې نن په تهران کې پیل سوې، ټینګار وکړ چې د ترهګریزو ګواښونو په اړه د اسلام‌اباد اندېښنو ته باید په قاطع او جدي ډول پاملرنه وسي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان تل په سیمه کې د سولې، پراختیا او امنیت د ترویج غوښتونکی دی او په دې باور دی چې د افغانستان امنیتي بحرانونو او ګواښونو حل د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې نږدې همکارۍ ته اړتیا لري.

په دې ناسته کې د پاکستان د استازو تر څنګ، عبید نظاماني د اسلام‌اباد سفیر، د روسیې او اوزبیکستان د ولسمشرانو استازي، او همدارنګه د چین، تاجیکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارتونو استازي ګډون لري. دا ناسته د افغانستان د وروستیو تحولاتو د ارزونې او د سولې، امنیت او پراختیا لپاره د سیمه‌ییزو لارو چارو د موندلو په موخه جوړه سوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x