د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران اسلامي انقلاب د ۴۷مې کليزې لمانځغونډه د شنبه په ورځ (۱۸ د دلو) د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري سلاکارۍ له لوري په کابل کې ترسره سوه. په دې مراسمو کې ویناوالو د اسلامي انقلاب د ټینګښت، د اسلامي امت د یووالي په ارزښت او د مسلمانو ملتونو په سیاسي، اقتصادي او کلتوري خپلواکۍ ټینګار وکړ.
ګډونوالو د ایران اسلامي انقلاب د نړیوالو واک پالونکو په وړاندې د مقاومت یوه بریالۍ نمونه وبلله او د قوي، قانونمحوره او خپلواکه بنسټونو د جوړېدو یادونه یی وکړه،او د ایران او افغانستان تر منځ د دوستانه اړیکو او هر اړخیزو همکاريو د پیاوړتیا غوښتنه یی وکړه.
دغه مراسم د ایران د سفارت سرپرست، د طالبانو یو شمېر چارواکو، د دیني علماوو، د رسنیو مسوولانو، فرهنګي او ټولنیزو شخصیتونو او ګڼ شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره سول.
په دې غونډه کې، حجتالاسلام او المسلمین استاد محمد اکبري، د افغانستان د شیعه علماوو شورا مرستیال، د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د اوه څلوېښتې کلیزې په مناسبت مبارکي ورکړه او ویې ویل چې دغه انقلاب د سیاسي اسلام نظریې او د بشپړ شرایطو لرونکي دیني لارښود ، امام خمیني (رح) په مشرتابه سره بریالی سو.
هغه ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي انقلاب د نړۍ له عمومي معادلاتو سره مخالف، نه د لویدیځ امپریالیسم پورې تړلی و او نه د ختیځ کمونیزم پورې، بلکې د اسلام او د ایران د مسلمان ملت د ارادې په تکیه ترسره سو .
استاد اکبري د ایران او افغانستان د ګڼو ګډو اړیکو یادونه وکړه او ويی ویل چې دواړه هېوادونه ګډې ګټې لري او دغه ګډوالی د دې غوښتنه کوي چې دوستانه اړیکې او د ورورګلوي همکاري په ټولو برخو کې پراخه سي.
هغه هیله څرګنده کړه چې د همکاريو پراختیا به د اسلامي تمدن د بیا ژوندي کېدو او د اسلامي امت د ځواکمنېدو لامل سی او زیاته یې کړه: «د دواړو هېوادونو ښې اړیکې د پرمختګ او ودې ظرفیت لري او دا به د دواړو ملتونو په ګټه وي او د مسلمان ملتونو د عزت او خیر سبب به سي.»




