محمدعمر داوودزی: د افغانستان دوسيه د امريکا پر وړاندې لا هم پرانیستې ده

محمدعمر داوودزی، د افغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير، د امريکا له لوري د وينزوئلا د ولسمشر د نيولو او په زور د لېږد پېښې ته په اشارې سره ويلي چې دا کړنه طالبانو ته ښکاره پيغام لري او دا څرګندوي چې د افغانستان دوسيه لا هم د واشنګټن د کاري اجنډا برخه ده.
محمدعمر داوودزی: د افغانستان دوسيه د امريکا پر وړاندې لا هم پرانیستې ده

محمدعمر داوودزی، د افغانستان د کورنيو چارو پخواني وزير، د نړۍ د تازه پېښو په غبرګون کې، په ځانګړي ډول د امريکا له لوري د وينزوئلا د ولسمشر د نيولو او په زور د لېږد په اړه، خبرداری ورکړی چې دا موضوع د طالبان لپاره مستقيم پيغام دی.

داوودزی په خپلو تازه څرګندونو کې ټينګار کړی چې د افغانستان دوسيه د امريکا متحده ايالاتو پر وړاندې «تړل سوې نه ده» او لا هم د دې هېواد د پاملرنې او پرېکړو په لومړيتوبونو کې ځای لري.

نوموړي د اوسني حالت په نيوکې سره ويلي چې افغانستان له ښکاره اشغال څخه پټ او ناليدلی اشغال ته اوښتی دی. د ده په اند، طالبان که څه هم په ښکاره ډول واک په لاس کې لري، خو په عملي توګه د استخباراتي او سيمه‌یيزو لوبو تر سخت فشار لاندې دي، او د هغوی پرېکړې د بشپړې خپلواکۍ څرګندونه نه کوي.

دا څرګندونې په داسې مهال کیږي چې د امريکا له لوري د وينزوئلا د ولسمشر ناڅاپي نيول او لېږد، په نورو هېوادونو کې هم د ورته لاسوهنو د شونتيا بحثونه راپارولي دي. داوودزی ويلي چې طالبان بايد دا بدلونونه جدي ونيسي او له ګوښه‌توب او بهرنۍ اغېزمنۍ ځان وساتي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x