د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د دوامداره مخالفت په ځواب کې سخت دریځ غوره کړی دی او ویلي یې دي چې سازمان “خپل موثریت له لاسه ورکړی” او “ریښتینې خپلواکي نلري.”
د طالبانو سره نږدې یوې سیمه ایزې راډیو سټیشن سره په مرکه کې، ښاغلي مجاهد د ملګرو ملتونو په جوړښت او فعالیت نیوکه وکړه او ویې ویل: “ملګري ملتونه باید یو بې طرفه سازمان وای، خو اوس د لویدیځو هیوادونو د پالیسیو تر اغیز لاندې عمل کوي.”