مجاهد: د داعش مرکزونه د پاکستان په خاوره کې فعال دي

د طالبانو ویاند د ډیورنډ کرښې ته نېږدې د داعش د یوه غړي د نیول کېدو په غبرګون کې ویلي، دا اقدام د دې ډلې د فعالیت او د مرکزونو د شتون ښکارندویي کوي؛
مجاهد: د داعش مرکزونه د پاکستان په خاوره کې فعال دي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد اعلان کړی چې د داعش د یوه غړي نیول کېدل د ډیورنډ کرښې ته نېږدې، دا تائیدوي چې د دې ډلې مرکزونه د پاکستان په خاوره کې فعال دي.

د طالبانو حکومت ویاند ویلي، داعش د ډیورنډ کرښې هغې خوا ته پټن‌ځایونه او مرکزونه لري، او طالبانو تر دې وړاندې هم راپورونه خپاره کړي چې دا ډله په پاکستان کې فعاله ده.

مجاهد د مخکینیو راپورونو ته په اشاره سره چې داعش د کرښې هاخوا فعالیت لري، څرګنده کړې چې د افغانستان دننه وروستي ترهګریز بریدونه د هېواد له پولو بهر طرحه سوي او مشري یې سوې ده.

نوموړي همداراز ادعا کړې چې دا ترهګره ډله په پاکستان کې ملاتړ کېږي او ټینګار یې کړی چې د داعش د ټولو مرکزونو له منځه وړل د سیمې د امنیت او ثبات لپاره ضروري دي.

د طالبانو ویاند زیاته کړه: «د داعش ټول پټن‌ځایونه باید له منځه یووړل سي او هغه کسان چې غواړي له دې پدیدې څخه ناوړه ګټه واخلي، باید په خپلو سیاستونو کې بیاکتنه وکړي، ترڅو د سیمې امنیت او ثبات وساتل سي.»

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د حکومت چارواکو څو ځله پاکستان تورن کړی چې وسله‌والو ډلو ته یې پناه ورکړې او ملاتړ یې کوي؛ هغه تورونه چې تل د اسلام‌‎آباد له خوا رد سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x