ذبیحالله مجاهد، د طالبانو د حکومت ویاند، ویلي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو پر مهال، امریکا متحده ایالاتو له افغان لوري سره اړیکې نیولې او د جګړې د بندېدو او اوربند د ټینګښت وړاندیزونه یې کړي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند زیاته کړه چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې دومره پراخې او اوږدې نه وې چې د نړیوالو لوړوځواکونو مداخله پکښې اړینه وي.
د طالبانو د ویاند په وینا، د قطر او یو شمېر نورو هېوادونو د منځګړتوب له لارې د اوربند د هوکړې زمینه برابره سوه او نښتې پای ته رسېدلې دي. ذبیحالله مجاهد همدارنګه له هغو هېوادونو مننه وکړه چې د دې نښتو پر مهال یې له افغان ولس سره د همدردۍ او ملاتړ څرګندونې کړې دي، او ټینګار یې وکړ چې طالبان د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خبرو اترو دوام ته چمتو دي.