د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقی د «دیني مسایلو په اړه د ښې زده کړې» تر عنوان لاندې په جوړو شویو مراسمو کې له نورو هېوادونو سره پر ښو اړیکو ټینګار وکړ او وویل چی دا مهال په بېلابېلو هېوادونو کې ۳۸ سفارتونه او ادارې فعالې دي. نوموړي په دې مراسمو کې د نړۍ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان له واکمنې ادارې سره د تعامل لاره خپله کړي. متقي زياته کړه: د بهرنيو چارو وزارت د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ٣٨ ماموريتونه او سفارتونه لري او د خدمتونو په وړاندې کولو کې د فساد او ځنډ په اړه هېڅ شکايت نه لري. نوموړي په افغانستان کې د پوهنې د اهمیت په اړه دا هم وویل، چې اوسنی نظام دیني او عصري زده کړو ته جدي اړتیا لري او دا مهال ځوانان په دواړو برخو کې د زده کړو په حال کې دي.

- 39
- کې خپور شو 4:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 7995
- March 13, 2024
- کې خپور شو 4:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 7995
- March 13, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 16:05 - March 13, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7995
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



