د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې کړې ده چی د دغه وزارت سرپرست ښاغلي متقي په کابل کې د ترکمنستان له سفیر او په ترکمنستان کې د ټاپي شرکت له مشر محمد مراد امانوف سره په کتنه کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار د پیل په اړه خبرې وکړې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې دوی په افغانستان کې د ټاپي د ګازو د نل لیکې د غځولو په اړه د وروستیو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او ښاغلي متقي په افغانستان کې د ټاپي نل لیکې غځول د طالبانو له لومړیتوبونو څخه وبلل. په دې کتنه کې د ټاپي پروژې د تطبیق کوونکي شرکت رئیس وویل: ترکمنستان د دغې پروژې د پایپ لاین غځول په خپله خاوره کې د افغانستان پولې ته غځولي او ډاډ یې ورکړی چې په افغانستان کې د ټاپي د پایپ لاین د غځولو لپاره بشپړ چمتووالی لري. هغه زياته کړه، چې د دې پروژې عملي کار به ډېر ژر پيل شي.

- 54
- کې خپور شو 12:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 10081
- August 15, 2024
- کې خپور شو 12:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 10081
- August 15, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 12:18 - August 15, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=10081
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



