متقي په افغانستان کې د داعش شتون رد کړ

متقي په افغانستان کې د داعش شتون رد کړ

د نوموړي دا څرګندونې د امریکا د مرکزي قومندانۍ د قومندان مایکل کوریلا د هغو څرګندونو په غبرګون کې په ډاګه شوي، چې ویلي یې ول؛ داعش به په افغانستان کې له شپږ میاشتو څخه په کمه موده کې له دې هېواده بهر پر امریکايي او غربي ګټو برید وکړي.

کوریلا دا څرګندونې د پنجشنبې پر ورځ د سنا د وسلوالو خدماتو د کمیتې په غونډه کې کړي او څرګندوي، چې داعش په چټکۍ سره په اروپا او آسیا کې د عملیاتو د ترسره کولو وړتیا ترلاسه کوي.

هغه ویلي؛ په آسیا او آروپا کې د بهرنیو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د داعش وړتیا مخ پر پراخیدو ده. داعش به په نږدې راتلونکي کې د امریکا پر خاوره ترهګریز بریدونه ونه‌کړي؛ خو په بهر کې سلګونه امریکايي اتباع د دغې ډلې له بریدونو سره مخ کیدی شي.

کوریلا د امریکا د سنا د وسله‌والو ځواکونو د کمیتې په غونډه کې اعتراف وکړ، چې له افغانستان څخه د امریکا د پوځونو له وتلو وروسته په د امریکا استخباراتي وړتیا ډېره کمه شوې ده. هغه هیله څرګنده کړه، چې د لوړې ارتفاع د څارنې تکنالوژیو ځواک په زیاتولو کې پانګونه وکړي. لکه درون، چې وکولی شي د ورځو او اونیو لپاره سیمې وڅاري.

بیشتر بخوانید:  افغان لامبو وهونکی د نړیوال پوهنتون په سپورتي سیالیو کې د لامبو وهلو په حوض کې ډوب شو

مایکل کوریلا وایي: له هغه وخته، چې مونږ له افغانستان څخه ووتو، هلته زمونږ استخباراتي ځواکونه کم شوي؛ خو مونږ ډاډه یوو، چې له لرې به مونږ حالات کنټرول کړو.

امریکايي ملکي او پوځي چارواکو په وار وار ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې له لرې واټنه د عملیاتو توان لري او دا مهال د امریکا په مرکزي قومندانۍ کې ۸۰ سلنه امریکايي ځواکونه په سیمه کې له لوړو او فضا څخه سیمې څاري او معلومات راټولوي.

د جنرال کوریلا په وینا، امریکا له افغانستان څخه له وتلو وروسته په دې هېواد کې  ډېر کم عملیات کړي دي.

اسلامي امارت وايي، داعش په افغانستان کې ځپل شوی او نورو هېوادونو ته ګواښ نه شي پېښولی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د داعش د وړتیا په اړه د کوریلا څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې به دا ډله له منځه یوسي.

امیر خان متقي هم په دې باور دی، چې په افغانستان کې مخالفې ډلې نشته.

متقي ويلي: دا زمونږ لپاره ښه خبره ده، چې افغانان په خپل منځ کې کومه ستونزه نه‌لري. هغه کسان، چې دا ډول ادعاوې کوي له وضعیت څخه ناخبره دي او یا د دوی د خبرو تر شا پټ اهداف دي.

بیشتر بخوانید:  د امریکا د ولسي جرګې جمهوري غوښتونکي له افغانستان سره د مالي مرستو د بندولو غوښتونکي دي

هغه دا هم ويلي، چې اوس د هېواد پولې خوندي دي او په ټوليز ډول په هېواد کې امنيت ښه شوى دى.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x