ماشوم له وسلې سره؛ عدل که د دین په نوم انتقام؟
د تېرې اوونۍ په یوه له ترخو صحنو کې، ۱۳ کلن ماشوم د خوست ولایت په مرکزي لوبغالي کې د سلګونو کسانو په وړاندې د خپلې کورنۍ د غړو قاتل په ډزو قصاص کړ. دا پېښه، چې د طالبانو د قضایي نظام په حکم او څار ترسره سوې، د عدالت د معنا، د قصاص د مفهوم او د ديني احکامو د اخلاقي سرحدونو په اړه ژورې پوښتنې رامنځته کړي دي.
راپورونه له خوسته وايي چې یو ۱۳ کلن ماشوم د خلکو په حضور او د طالبانو د ځواکونو په څار کې د خپلې کورنۍ د غړو قاتل د قصاص حکم یې په ډزو اجرا کړی دی. دې پېښې د بشري حقونو فعالانو، مدني بنسټونو او کارپوهانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د دې موضوع د څېړلو لپاره باید د اسلام له لیدلوري او همدارنګه د ماشوم له رواني ـ ودې زاویې ورته وکتل سي.
د خوست په ولایت کې د ۱۳ کلن ماشوم لخوا د قصاص حکم په عام محضر کې اجرا کېدل، د کورنیو او نړیوالو غبرګونونو څپه راپورته کړې. په داسې حال کې چې طالبان دا کار «د اسلامي عدالت اجرا» بولي، د دین عالمان او ارواپوهان دا پېښه د شریعت او د ماشوم د حقونو ښکاره نقض ګڼي. دا یادداشت د معتبرو اسلامي منابعو او د ودې ارواپوهنې په بنسټ دا پېښه له دوو اړخونو «فقه او اسلامي اخلاق» او «د ماشوم ارواپوهنه» څېړي.
مقدمه
د تیرې اوونۍ په یوه له ترخو صحنو کې، یو ۱۳ کلن ماشوم د خوست په مرکزي لوبغالي کې د سلګونو کسانو په وړاندې د خپلې کورنۍ د غړو قاتل په ډزو قصاص کړ. دا کار چې د طالبانو د قضایي برخې په حکم او څار ترسره سوی، د عدالت د معنا، د قصاص د مفهوم او د ديني احکامو د اخلاقي حدودو په اړه سختې پوښتنې راپورته کړې دي.
ایا اسلام اجازه ورکوي چې ماشوم، چې لا شرعي او عقلي بلوغ ته نه دی رسېدلی، د بل انسان د وژلو چارې ترسره کړي؟
او له بلې خوا، دغه تجربه په ماشوم او ټولنه څه رواني او ټولنیزې پایلې پرېږدي؟
د دې پوښتنو د ځواب لپاره باید موضوع د «اسلام» او «د انسان د ودې ارواپوهنې» له دوه بنسټیزو لیدلورو وڅېړل سي.
لومړۍ برخه: د اسلام لیدلوری د قصاص او شرعي بلوغ په اړه
قصاص په اسلام کې د مقتول د کورنۍ حق دی، نه د قدرت د ښودلو یا د انتقام وسیله. قرآن کریم په ښکاره ډول دا حکم داسې بیانوي:
«یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا کُتِبَ عَلَیْکُمُ الْقِصَاصُ فِی الْقَتْلَى» (بقره: ۱۷۸)
ژباړه: «ای هغو کسانو چې ایمان راوړي! پر تاسې د وژل سویو کسانو په اړه قصاص فرض سوی دی.»
خو دا آیه په دوام کې د بخښنې او نېکچلند سپارښتنه کوي:
«فَمَنْ عُفِیَ لَهُ مِنْ أَخِیهِ شَیْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاءٌ إِلَیْهِ بِإِحْسَانٍ»(بقره: ۱۷۸)
ژباړه: «او هر کس چې د هغه د دینی ورور له لوري (قاتل) معاف سي، نو په نېکچلند دې تعقیب سي او دیه دې په احسان ورکړل سي.»
دغه آیت څرګندوي چې د قصاص روح په اسلام کې د رحمت سره مل عدالت دی، نه انتقام.
فقهي منابع:
په فقهي منابعو کې د قصاص د اجرا لپاره شرط دا دی چې اجرا کوونکی باید بالغ، عاقل او مختار وي.
- علامه حلي په «قواعد الأحکام» کې وايي:
«لا یقتصّ الصبیّ ولا المجنون، لأنهما غیر مکلّفین»
ژباړه: «نه ماشوم او نه لیونی قصاص اجرا کولی سي، ځکه دوی مکلف نه دي.» - ابن قدامه حنبلي په «المغني» کې لیکي: «ولا یجوز أن یقتصّ الصبیّ لأن القصاص من حقوق الله والعباد، فلا یتولاّه غیر المکلّف.»
ژباړه: «ماشوم ته د قصاص د اجرا اجازه نسته، ځکه دا الهی او بندګانو حق دی، او یوازې مکلف کس یې ترسره کولای سي.»
اخلاقي بُعد:
پیامبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«ارحموا من فی الأرض یرحمکم من فی السماء» (ترمذي: ۱۹۲۴)
ژباړه: «په ځمکه کې پر خلکو رحم وکړئ، تر څو هغه څوک چې په آسمان کې دی پر تاسې رحم وکړي.»
دغه حدیث څرګندوي چې اسلام عدالت د رحمت په چوکاټ کې غواړي، نه د تاوتریخوالی او انتقام په جامه کې.
نو، داسې ماشوم ته وسله ورکول چې لا په عاطفي ودې کې دی، د فقهې او اخلاقو له نظره باطل، ګناه او د ماشوم د احساساتو څخه د دین په نوم ناوړه ګټه اخیستنه ده.
دویمه برخه: د ماشوم لخوا د قصاص د اجرا رواني پایلې
د ودې ارواپوهنه او عصبي علوم ټینګار کوي چې د انسان دماغ، په ځانګړي ډول د «مخکنۍ تندی برخې» (Prefrontal Cortex) چې د قضاوت، د احساساتو د کنټرول او اخلاقي پرېکړو مسؤلیت لري، تر شاوخوا ۲۵ کلنۍ پورې په رشد کې وي.
یو ۱۳ کلن تنکی ځوان لا د «لومړني تنکيوالي» په پړاو کې دی، او د عدل او اخلاقو درک یې ډېر احساسي، ناثابت او د بهرني چاپېریال تابع وي.
په دې عمر کې د اعدام اجرا کول نه یوازې د هغه له رواني توان څخه پورته بار دی، بلکې د تلپاتې رواني زخمونو سبب کېدای سي.
څیړنې او علمي سرچینې:
- د American Psychological Association راپور (APA, 2020) وایي:
هغه ماشومان چې د مرګوني تاوتریخوالي شاهد یا عامل وي، په ۶۰٪ احتمال په استرس PTSD اخته کېږي.
Zarlasht:
- په On Killing کتاب کې ډیو ګروسمن لیکي (Grossman, 1995):
«انسان د وژلو لپاره نه دی جوړ سوی؛ که مجبور سي، روان یې ژور ماتېږي او د عمر تر پایه د ګناه او اضطراب سره ژوند کوي.»- د UNICEF (2022) راپور هم خبرداری ورکوی:
د ماشومانو کارول په تاوتریخوالي کې، د همدردۍ له منځه وړل، او دایمي عاطفي بېثباتي رامنځته کوي.
په داسې ماشوم کې عامې رواني نښې:
- ویرونکی خوبونه او د قتل د صحنې تکراري انځورونه
- دوامداره اضطراب او د ګناه احساس
- پر انسانانو بېباوري
- توندخویي یا ټولنیز انزوا
- د اخلاقو د هویت ګډوډي په لویوالي کې
په روانشناسي کې دې ته Moral Injury (د اخلاقي وجدان ټپي کېدل) ویل کېږي. یعنې انسان احساس کوي چې د هغه عمل په ترسره کولو کې رول درلودلې چې هغه ناسم دي.
دریمه برخه: انساني او ټولنیز بعد
د داسې احکامو اجرا په عام محضر کې، او پهځانګړې توګه د ماشوم په لاس، په حقیقت کې د تاوتریخوالي منظمه ننداره ده؛ هدف یې عدالت نه، بلکې: وېره خپرول، د واک تثبیت، او د تاوتریخوالي عادي کول دي.
په داسې حال کې چې اسلام حتی په جګړه کې د رحمت توصیه کوي. پیغمبر ﷺ فرمايي: «لا تقتلوا شیخاً فانیاً ولا طفلاً صغیراً ولا امرأةً.» (ابوداود)
ژباړه: نه کمزوری سپینږیری، نه ماشوم، او نه ښځه ووژنئ.
کله چې په جګړه کې رحمت شرط دی، نو څرنګه ماشوم ته د وژلو سبق ورکول کېږي او هغه عدالت بلل کېږي؟
پایله:
د فقهي، اخلاقي، انساني او رواني مباني له مخې په ښکاره توګه څرګندیږي چې د خوست پېښه، چې پکې یو ۱۳ کلن ماشوم قصاص اجرا کړی، نه له اسلامي شریعت سره سازګاره ده، نه د انسان د ودې له روانشناسي سره، او نه له انساني وجدان سره.
اسلام یوازې هغه وخت د قصاص اجازه ورکوي چې مجری بالغ، عاقل او مختار وي.
یو ۱۳ کلن ماشوم نه شرعًا مکلف دی، نه عقلاً د عدالت، بښنې، یا انتقام د حقیقي مانا درک کولو توان لري.
د APA او UNICEF څېړنې ښيي چې د ماشوم په تاوتریخوالو کې کارول د PTSD، اضطراب، اخلاقي ټپ او ټولنیزې ویجاړۍ لامل کېږي.
نو دا پېښه عدالت نه، بلکې د عدالت تحریف او د یوه ماشوم قرباني کول دي.
اسلام عدالت د رحمت او عقلانیت په څنګ کې غواړي، نه د وینې او انتقام په شور کې.
ماشوم په اسلام کې د الله امانت دی، نه د تاوتریخوالی وسیله.
او هغه ټولنه چې خپل ماشومان د اعدام صحنې ته بیايي، خپل راتلونکی وژني.
د خوست پېښه باید د ټولو لپاره د خطر زنګ وي تر څو عدالت د انسانیت او رحمت له درکه بیا معنا سي؛ څو دین د تاوتریخوالي پلمه نسي، او ماشوم د انتقام قرباني نه ګرځي.



