د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ناټو نوي ټاکل شوي عمومي منشي مارک روټ ویلي چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ راتلونکې غونډه د اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روسیې د جدي والي د ټاکلو لپاره یوه مهمه ازموینه کیدای شي.
د یکشنبې په ورځ، د اسد په ۱۰مه، د امریکا د ABC خبري شبکې سره په یوه مرکه کې، روټ وویل: “دا غونډه د پوتین لپاره یوه ازموینه ده. موږ باید وګورو چې ایا هغه واقعیا غواړي جګړه پای ته ورسوي یا نه.”