د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان د اسلامي ملي حرکت ګوند مشر، مارشال عبدالرشید دوستم، د سمنګان ولایت د پوهنتون له لوحې څخه د اوزبیکي ژبې د لیکنې د لرې کولو په غبرګون کې د پیغام په خپرولو سره، دا اقدام د طالبانو له لوري «د اوزبیکي ژبې او کلتور پر وړاندې ښکاره دښمني» بللې ده.
دوستم په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې اوزبیکي تورکي ژبه یوازې د خبرو کولو وسیله نه ده، بلکې د تاریخي هویت، فرهنګي ارزښتونو، او د میلیونونو اوزبیکانو د شتون نښه ده، او هېڅ ځواک نه سي کولای دا ژبه د هېواد له فرهنګي او ټولنیز جوړښت څخه لرې کړي.
د افغانستان د اسلامي ملي حرکت مشر همدارنګه له طالبانو غوښتنه کړې چې د سمنګان پوهنتون لوحه بيرته خپل اصلي حالت ته راوګرځوي او د افغانستان د ژبني او کلتوري تنوع درناوی وکړي.
دوستم له یونسکو (د ملل متحد د پوهنې، علومو او فرهنګي سازمان) څخه هم غوښتنه کړې چې د اوزبیکي ژبې او کلتور د ساتنې په برخه کې عملي اقدامات وکړي.
مارشال دوستم په پای کې د جدی په ١٤مه نېټه د اوزبیکي او ترکمني ژبو رسمي پېژندنې ورځ د افغانستان د ملت، په ځانګړې توګه د دې ژبو ویونکو ته مبارکي وویله .



