د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سې شنبې په ورځ، د جوزا په ۸مه، د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د سیاسي او مدني فعالانو سره په یوه غونډه کې، د افغانستان د ملي اسلامي غورځنګ مشر مارشال عبدالرشید دوستم د افغان ترکانو په وړاندې د طالبانو پر سیاستونو سختې نیوکې وکړې.
مارشال دوستم د ترک ژبو هېوادونو، په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو د بې پروایۍ په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړه او ویې ویل: “پرته له ترکیې، چې تر یوې اندازې پورې یې د افغانستان د ترکانو ملاتړ کړی، نور ترکي ژبې هېوادونه د طالبانو د ظالمانه فشارونو او د ترکانو پر وړاندې د پالیسیو په وړاندې چوپ پاتې دي.”