مارشال عبدالرشید دوستم، د افغانستان د ملي ګوند مشر، څرګنده کړې چې د طالبانو حاکم نظام خپل وروستي پړاو ته رسېدلی او «خپلې وروستۍ ساګانې اخلي».
مارشال دوستم تېره شپه (د جدی میاشتې په ۷مه نیټه ) د جنرال اکرامالدین سریع د فاتحې په آنلاین مراسمو کې وویل چې د طالبانو حاکم نظام یو «ترهګریز » نظام دی او د هغه دوام د پای ته رسېدو په حال کې دی.
هغه زیاته کړه چې په پای کې به لویه بریا او ریښتینې ازادي د افغانستان خلکو ته ورسېږي او ملت به د اوسني وضعیت څخه تېر سی.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو د افغانستان د سیاسي جریانونو سره د سولې هر ډول خبرې رد کړي او د دوی له لوري له سیاسي مخالفینو سره د خبرو اترو کومه نښه نه ده لیدل سوي.




