له ۱۰۰۰ څخه د زیاتو افغان کورنیو اجباري بېرته ستنول

د افغان مهاجرینو د ستونزو حل عالي کمیسیون راپور ورکړی چې پرون له بېلابېلو سرحدي لارو څخه د یو زر و پنځوس څخه ډیرې افغان کورنۍ هیواد ته بېرته ستنې سوي دي.
له ۱۰۰۰ څخه د زیاتو افغان کورنیو اجباري بېرته ستنول

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغان مهاجرینو د ستونزو حل عالي کمیسیون د دوشنبې په ورځ، د قوس ۱۰مه، راپور ورکړ چې په تیره یوه ورځ کې له یو زر و پنځوس څخه ډیرې افغان کورنۍ له بېلابېلو سرحدي لارو خپل هیواد ته بیرته راګرځیدلي دي. د مهاجرینو د ستونزو حل عالي کمیسیون په راپور کې راغلي چې د تیرې یوې ورځې په جریان کې ۴۴۷۰ افغان مهاجر د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له لارې له پاکستانه افغانستان ته ستانه سوي، او همدارنګه په دې موده کې ۳۶۴ افغان مهاجر د اسلام قلعه او د ابریشم لارې له لارې خپل هیواد ته رسېدلي دي.

کمیسیون زیاته کړې چې د ستنو سویو کورنیو له ټولیز شمېر څخه، ۶۶ کورنۍ د ابریشم پل له لارې نیمروز ته، ۲۲ کورنۍ د اسلام قلعه له لارې هرات ته، ۵۴۶ کورنۍ د سپین بولدک له لارې قندهار ته، ۳۷۴ کورنۍ د تورخم له لارې ننګرهار ته، او ۴۵ کورنۍ د بهرامچې له لارې هلمند ته ستنې سوي دي. دا په داسې حال کې ده چې پرون هم نږدې زر افغان کورنۍ بېرته خپل هیواد ته ستنې سوي وي. د افغان مهاجرینو ایستل له سیمې، په ځانګړې توګه له پاکستانه، لا هم روان دی او په وروستیو ورځو کې زیاتوالی موندلی دی. همدارنګه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېساري (UNHCR) هم ویلي چې د افغان مهاجرینو بېرته ستنول له پاکستانه روان دي او ورځنۍ شاوخوا اوه زره کسان افغانستان ته ستنېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x