د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو د څانګې مشر او د وزیر سلاکار نادر یاراحمدي وايي چې دا مهال په ایران کې له شپږو میلیونو څخه ډیر افغان کډوال شتون لري.
د هغه په وینا، له دې جملې څخه دوه میلیونه او سل زره قانوني استوګنځای لري، پداسې حال کې چې شاوخوا دوه میلیونه نور په غیرقانوني توګه په ایران کې ژوند کوي، او نږدې دوه میلیونه یې په سرشمیرنه کې ثبت شوي دي مګر د دوی وضعیت تر اوسه نامعلوم دی.
ښاغلي یاراحمدي زیاته کړه چې په تیر کال کې له یو ملیون څخه ډیر غیرقانوني افغان کډوال له ایران څخه شړل شوي دي، چې ۴۰ سلنه یې په خپله خوښه له هیواده وتلي دي.
هغه وويل، ايران له مهاجرينو سره، په ځانګړې توګه له ښځو او ماشومانو سره په احتياط او انساني چلند چلند کوي، خو د قانوني اسنادو نشتوالی د ځينو مهاجرينو د جبري راستنېدو لامل شوی دی.