د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان او تاجیکستان په پوله کي د وروستۍ نښتي وروسته، د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین سره ټلیفوني اړیکه نیولې ده؛ خو دا موضوع تر اوسه د تاجیکستان د چارواکو له خوا په رسمي توګه نه ده تایید سوې.
د خبري سرچینو د راپور له مخي، امیرخان متقي په دې ټلیفوني مکالمه کي ویلي دي چې د پولهيېزی نښتی وروسته، په دې اړه «جدي او هر اړخیزه څېړنه» پیل سوې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې ده چې متقي د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر سره په تماس کي د داسي پېښو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره پر ګډي همکارۍ ټینګار کړی دی، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ددې تماس د کره نېټې په اړه نور جزئیات نه دي وړاندي کړي.
دا په داسي حال کي ده چې د تاجیکستان چارواکو تراوسه دا تماس په رسمي توګه نه دی تایید کړی.
په وروستۍ نښته کي، د تاجیکستان سرحدي ځواکونو ویلي دي چې بریدګر د «بوغ» په سیمه کي د دې هېواد خاورې ته داخل سوي وو او د وسلهوال برید نیت یې درلود. د تاجیکي چارواکو په وینا، په دې پېښه کي یو تاجیک افسر او درې بریدګر وژل سوي دي. همدارنګه ویل سوي دي چې د نښتي وروسته، د بریدګرو څخه د وسلو او مهماتو یوه ستره اندازه ترلاسه سوې ده، چې پکښي درې M-16 ټوپکونه، یو کلاشینکوف، درې میله تومانچې، ۱۰ لاسي بمونه، د شپې لید وسایل، او چاودېدونکي توکي شامل دي، چې د تاجیکي ځواکونو له خوا ضبط سوي دي.
د تاجیکستان چارواکو د دې پېښي په غبرګون کي، طالبان د سرحدي امنیت په تامین کي په « بي کفايتي او پرله پسي بېمسئولیتۍ» تورن کړي دي، او د طالبانو څخه یې د تاجیکستان د ولس څخه د رسمي بخښني غوښتنه، او د پولهيېز امنیت د تضمین لپاره د «اضافي اغېزمنو اقداماتو» عملي کول غوښتنه کړې ده.



