د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کاناډا د مهاجرت ادارې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه په یوه چارټر الوتنه کې ۲۹۵ افغان اتباع دغه هیواد ته انتقال کړل. دا خلک په ټورنټو ښار کې ځای پر ځای شول. د کاناډا د تابعیت او کډوالۍ د یوې اعلامیې له مخې، دا پناه غوښتونکي به د کاناډا په ۳۴ ځایونو په شمول د کالګري او ونکوور ځای پرځای شي. کاناډا اعلان کړی، چې د ۴۰ زره افغان کډوالو د منلو هدف یې پوره کړی دی. هېواد دا هم ویلي، چې د هغو کسانو د دوسیو د څېړلو بهیر دوام لري، چې تر دې دمه منل شوي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7457
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 7457
منتشر شده در ۱۲:۴۲ - جدی ۲۴, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email