د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان حکومت او ملګرو ملتونو د رسمي راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر څخه تر ۲۰۲۵ کال اپريل پورې، له ۸۶۰،۰۰۰ څخه ډیر افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته په خپله خوښه یا په زور سره راستانه شوي دي.
دا پروسه په عمده توګه د خیبر پښتونخوا ولایت د پولو له لارې ترسره شوې ده.
پاکستان دا پلان په دوو پړاوونو کې پلي کړی دی: په لومړي پړاو کې، بې اسناده کډوال وشړل شول، او په دوهم پړاو کې، چې د روان کال په پیل کې پیل شو، حتی د قانوني استوګنې کارتونو (ACCs) لرونکو ته اړتیا وه چې د پاکستان خاوره پریږدي.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، یوازې په وروستیو ورځو کې د تورخم له پولې څخه زرګونه دغه کډوال راستانه شوي دي.