د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د ۱.۳ ملیون څخه زیاتو افغان کډوالو رسمي اخراج به د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له لومړۍ نیټې څخه پیل شي چې د لنډمهاله استوګنې جوازونه (PoRs) لري، دا پریکړه د بشري حقونو سرغړونو او د نه بیرته راګرځولو د اصل په اړه پراخه اندیښنې راپورته کړي دي.
د پاکستان حکومت د چهارشنبې په ورځ، د اسد په ۱۵مه اعلان وکړ چې د لنډمهاله استوګنې جوازونو (PoRs) لرونکو افغان کډوالو رسمي اخراج به د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له لومړۍ نیټې څخه پیل شي.
راډیو پاکستان راپور ورکړ چې دا پریکړه د هیواد د کورنیو چارو وزارت کې د لوړې کچې په غونډه کې وشوه.