له پاکستانه د ۲۰ زره افغان کډوالو ايستنه

پاکستاني چارواکو ویلي چې نږدې ۲۰ زره افغانان چې د امریکا د بیا استوګنې په پروسه کې شامل دي، ډېر ژر به له پاکستانه وایستل سي او افغانستان ته به بیرته ولېږدول سي.
له پاکستانه د ۲۰ زره افغان کډوالو ايستنه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛  پاکستاني چارواکو وویل چې زرګونه افغانان چې د امریکا د بیا استوګنې او لیږد  په پروسه کې شامل وو، له دې هېواد څخه به  وایستل سي. ددې پرېکړې له مخې، شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال چې  امریکا ته د لیږد  په تمه یې څو میاشتې تېرې کړي، اوس د اجباري بېرته راستنېدو په حال کې دي.

د خپرو سوو معلوماتو له مخې، ۱۹ زره ۹۷۳ افغانان چې اوس مهال په پاکستان کې ژوند کوي او امریکا ته د لیږد فعالې دوسیې لري، د دې پرېکړې په چوکاټ کې افغانستان ته ستانه کېږي.

یو باخبره سرچینې د یکشنبه په ورځ  «نیشن» ورځپاڼې ته ویلي چې دا کسان به د «غیرقانوني بهرنیو اتباعو د بېرته ستنولو» پلان (IFRP) له مخې خپل هېواد ته ولیږدول سي. د دې سرچینې په وینا، وروستۍ پرېکړه د پاکستان د فدرالي حکومت په کچه سوې او د تطبیق امر یې په بیړنې توګه اړوندو ادارو ته ورکړل سوی دی.

د راپور له مخې، د پاکستان فدرالي حکومت به ډېر ژر د رسمي لیک له لاري د عملیاتو د پلي کولو امر د پنجاب، سند، خیبرپښتونخوا، بلوچستان، آزاد کشمیر، ګلګت-بلتستان ولایتونو لوړ پوړو چارواکو او د اسلام‌آباد د پایتخت سیمه‌ييزو چارواکو ته واستوي.

سرچيني زیاته کړې چې  امریکا ته د لیږد په تمه د ټولو ۱۹ زره ۹۷۳ افغانانو پېژندنیز معلومات به اړوندو امنیتي او اجراییه چارواکو ته ورکړل سي څو د بېرته ستنولو پروسه بې له ځنډه عملي سي.

د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته په ۲۰۲۱ کال کې، له ۱۰۰ زره ډېرو افغانانو پاکستان ته پناه وړې ده . د دې کسانو ډېری یې د امریکا او بریتانیا حکومتونو، نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو سره د مخکینۍ همکارۍ له امله د بیا استوګنې وړ ګڼل سوي دي .

په داسی حال کي ؛زرګونه افغانان په تېرو څلورو کلونو کې په پاکستان کې د نامعلوم وضعیت سره مخ وو او د دوسیو د بیاکتنې د ځنډ له امله، امریکا ته د لیږد هیله یې تر ډېره کمه سوې وه؛ هغه وضعیت چې اوس افغانستان ته د اجباري بېرته ستنېدو سبب سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x