د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان قونسلګرۍ اعلان کړی چې ۱۰۵ افغان کډوال له پاکستاني ساتنیزو مرکزونو څخه آزاد سوي دي.
د دې قونسلګرۍ په وینا، دغه کسان د دوشنبې په ورځ، د دلو ۲۶، له سند او بلوچستان ایالتونو د ساتنیزو مرکزونو څخه آزاد سوي او د سپین بولدک د پولهیز بندر له لارې افغانستان ته داخل سوي دي.
د آزاد سووو کسانو په منځ کې دوه ښځې او ۱۰ ماشومان هم شامل وو. دغه کډوال شاوخوا یو میاشت د سند او بلوچستان ایالتونو په ساتنیزو مرکزونو کې په بند کې پاتې سوي وو.
سربېره پر دې، تېره اونۍ هم نږدې ۱۰۰ افغان کډوال له پاکستاني زندانونو څخه آزاد سوي دي .




