د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالی کمېسیون اعلان کړی چې یوازې د تېرې ورځې په جریان کې له پاکستانه ۵,۸۸۶ افغان کډوال په جبري توګه ایستل سوي دي.
د راپور له مخې، ایستل سوي کډوال د تورخم، سپینبولدک، اسلامقلعه او پل ابریشم له پولو افغانستان ته داخل سوي دي. له پاکستانه د افغان کډوالو د پراخ شړلو بهیر داسې مهال دوام لري چې نړيوالې مؤسسې د دغو کډوالو د ناڅاپي بېرته راستنېدو له امله د سخت بشري کړکېچ خبرداری ورکوي. ډېری راستانه سوي کډوال د سرپناه، اقتصادي منابعو او لومړنیو خدماتو څخه بېبرخې دي.



