له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د پایلو په اړه خبرداری؛ «بشري ستر ناورین په لاره کې دی»

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ په چټکېدو سره، د راستنېدونکو د بشري ژوند د حالت په اړه اندېښنې په پراخه توګه ډېرې سوې دي. په همدې تړاو، د کډوالو د چارو شنونکي محمدخان طالبي د معمار خبري اژانس سره په خبرو کې خبرداری ورکوي چې د هېواد دننه د مرستندویه بنسټونو د نشتون له کبله د افغان کډوالو پراخه ایستنه ، د بشري ستر ناورین لامل کېدلای سي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د پایلو په اړه خبرداری؛ «بشري ستر ناورین په لاره کې دی»

د پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ په چټکېدو سره، د راستنېدونکو د بشري ژوند د حالت په اړه اندېښنې په پراخه توګه ډېرې سوې دي. په تېرو میاشتو کې زرګونه افغانې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو، د سرپناه او ژوند د آسانتیاوو له نشتون سره، په ډېرو سختو حالاتو کې له پاکستانه اېستل سوې دي. د بیا مېشتېدو د منظمې تګلارې نشتون، د مرستندويه سرچينو کموالی او د ژمي سخته یخنۍ، دا بهیر لا پېچلی او دردمن کړی دی.

محمدخان طالبي، د کډوالو د چارو شنونکي، د معمار خبري اژانس سره په خبرو کې خبرداری ورکوي چې د هېواد دننه د مرستندویه بنسټونو د نشتون له کبله د افغان کډوالو پراخه ايستنه، د بشري ستر ناورین لامل کېدلای سي.

ښاغلي طالبي د افغانستان د کمزوري اقتصاد او د کډوالو د منلو د ټيټې وړتیا په اړه په ډاګه وويل: «دا لړۍ باید د یوې منظمې تګلارې، د کره مهالوېش او د نړیوالو مرستندويه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ پلې سي، که نه نو د دې لړۍ پايلې به د زرګونو کډوالو د کورنيو لپاره نه جبرانېدونکي، ډېرې ویجاړوونکې او بشري دردمنې وي.»

نوموړي د اړوندو واکمنو بنسټونو، په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو او د نړیوالو تړونونو د لاسليک کوونکو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د پاکستان پر حکومت اغېزناک سياسي او بشري فشارونه پلي کړي، څو هم د کډوالو لپاره د خوندي ژوند، کار، روغتيايي لاسرسي او د سرپناه لږ تر لږه اړین شرايط برابر کړي او هم د هغوی د ایستلو لړۍ په بشپړه بشري، درناوي ډکه او منظم ډول سمبال او پلې سي.

د کډوالو د چارو شنونکي باور لري چې د دې حالت دوام به نه يوازې د افغانستان پر ولس او مرستندويه بنسټونو دروند اقتصادي او ټولنيز بار واچوي، بلکې د نويو امنيتي، روغتيايي او ټولنيزو ګډوډيو د راټوکېدو وېره به هم نوره لوړه او پراخه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x