له پاکستانه د افغان مهاجرو د ایستلو پراخ بهیر دوام لري؛ له ۷۰۰۰ ډېر افغان مهاجر له پاکستانه ایستل سوي

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمیسیون اعلان کړی چې یوازې د تېرې ورځې په اوږدو کې له ۷۰۰۰ څخه ډېر افغان مهاجر له پاکستانه شړل سوي دي.
له پاکستانه د افغان مهاجرو د ایستلو پراخ بهیر دوام لري؛ له ۷۰۰۰ ډېر افغان مهاجر له پاکستانه ایستل سوي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمیسیون د سه‌شنبې په ورځ (د لړم ۶مه) ویلي چې د تېرې دوشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) د پاکستان حکومت ۷۳۲۴ افغان مهاجر له خپل هېواده وایستل. د دغه کمیسیون په وینا، یاد مهاجر د بهرامچې او سپین بولدک له تېرېدونکو لارو د زور له مخې یا په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي.

کمیسیون زیاته کړې چې په عین وخت کې ۶۴۵ افغان مهاجر د اسلام‌قلعه او پل ابریشم له بندرونو څخه افغانستان ته داخل سوي دي. د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمیسیون ویلي، په وروستیو ورځو کې له پاکستانه د افغان مهاجرو د ستنېدو بهیر په بې‌ساري ډول زیات سوی دی دا بهیر له هغې وروسته تیز سو چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ اته‌ورځنۍ نښتې رامنځته سوې او د پاکستان د لومړي وزیر په مستقیم امر د افغان مهاجرو د شړلو لړۍ لا نوره چټکه سوه.

د رسمي شمېرو له مخې، یوازې د یکشنبې په ورځ (د لړم ۴مه) هم ۷۹۹۶ افغان مهاجر له پاکستانه ایستل سوي وو، هغه شمېر چې د افغان مهاجرو د بېرته ستنېدو په بهیر کې د بی ساری زیاتوالي ښکارندوی دی. د طالبانو چارواکو ویلي چې د نویو راستنېدونکو د منلو لپاره لازم ترتیبات د پولې تېرېدونکو بندرونو او لنډمهاله کمپونو کې، په ځانګړي ډول د هېواد په سوېلي ولایتونو کې، نیول سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه