د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د رسنیزو سرچینو د راپور پر بنسټ، متحده ایالاتو د ناقانونه کډوالو پر وړاندې نوې کړنلاره پیل کړې ده. د دې تګلارې له مخې، کډوال تر نیول کېدو وروسته، پرته له دې چې د دفاع فرصت یا محاکمه ولري، په مستقیم ډول درېیمو هېوادونو ته لېږل کېږي.
دا اقدام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه پیل سوی او د دې هېواد د کورني امنیت وزارت له محکمو غوښتي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه پرته له ناستې او قانوني ارزونې رد کړي.
د دې سیاست له مخې، ګڼ شمېر کډوال هغو هېوادونو ته لېږدول کېږي چې له هغوی سره هېڅ ډول تړاو نه لري او یوازې د دوهاړخیزو یا څواړخیزو هوکړهلیکونو د شتون له امله ورته د تګ ځای ټاکل کېږي. امریکایي وېبسایټ «پولتیکو» راپور ورکړی چې واشنګټن د «درېیم هېواد ته د لېږد» په نوم هوکړهلیکونه کاروي او کډوال هېوادونو لکه یوګانډا، هندوراس او اکوادور ته استوي.
د بشري حقونو کارپوهانو دا اقدام د نړیوالو حقونو ښکاره سرغړونه بللې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول سیاست کولای سي د کډوالو د امنیت او د امریکا د نړیوال اعتبار لپاره جدي پایلې ولري.
د بشري حقونو د مدافع بنسټونو په وینا، دا سیاست نه یوازې د کډوالو د محکمې او قانوني بهیر ته د لاسرسي حق تر پښو لاندې کوي، بلکې هغوی داسې وضعیت ته بیایې چې امنیت او راتلونکی یې له جدي ګواښ سره مخ وي. همدارنګه، ډېر هغه هېوادونه چې کډوال ورته لېږل کېږي، له پراخو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او د کډوالو د نوي څپې د منلو توان نه لري.



