د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: مولانا فضل الرحمن افغانستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ په چهارچنار ماڼۍ کې د طالبانو له مشر ملا محمد حسن اخند او د کابینې له یو شمېر نورو غړو سره وکتل. د طالبانو د صدراعظم دفتر د مولانا فضل الرحمان په حواله لیکلي دي: “افغانستان ته زموږ د سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د ناسم پوهاوي له منځه وړل او په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او دوه اړخیزو پراختیايي برخو کې د همکاریو د لارو چارو لټول دي.” د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر زیاته کړه: “موږ د ښېګني پیغام راوړی او هیله لرو چې دا سفر به مثبتې پایلې ولري.”
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7381
۱۱ میاشتی پیش
شماره خبر 7381
منتشر شده در ۱۲:۳۰ - جدی ۱۹, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email