له طالبانو سره په خبرو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بریا!

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6203
۲ کلونه مخکی
شماره خبر 6203
منتشر شده در 4:00 ب.ظ

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزا اوتونبایوا د امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ. هغه وویل چې له طالبانو سره خبرې د دغې ډلې د رسمیت پیژندلو په معنا نه دي. د هغه په ​​وينا، دا خبرې ښيي چې ملګري ملتونه د طالبانو په اړه د پاليسۍ د بدلولو لپاره څومره هڅې کوي. هغه يادونه وکړه، چې افغانان په ځانګړې توګه نجونې بايد په سوله ييزه ټولنه کې د ژوند کولو جوګه شي. اوتونبایوا زیاته کړه چې طالبان له کورني مشروعیت پرته نړیوال مشروعیت نه شي لرلی. دغه راز د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستيالې او د دغه سازمان د ښځو د چارو اجراييه رييسې سيما باهوس د امنيت شورا په غونډه کې وويل: چی له تیارو څخه د افغان ښځو د خلاصون لپاره باید له ټولو لارو کار واخیستل شي. هغه زیاته کړه چې شاوخوا نیمایي افغان میرمنې وايي چې د طالبانو حکومت باید په رسمیت ونه پیژندل شي. هغه څرګنده کړه: “موږ کله ناکله د افغان ښځو غږ له پامه غورځوو او دا غفلت د افغانستان پر راتلونکي منفي اغېز لري.” خو طالبانو د افغانستان د کړکیچن وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې ویلي چې ملګري ملتونه زموږ د متعصبو مخالفینو په واک کې دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی او تر اوسه د دغه هېواد د کړکېچ د هواري لپاره کومه ګټوره حل لاره نه ده وړاندې شوې. د طالبانو حکومت د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو پریکړو په کولو سره، د عامو خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره وضعیت پیچلی او ستونزمن کړی دی. خو تر اوسه له دغه حالت څخه د وتلو کومه لاره نه ده. اوس مهال نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې له طالبانو سره د خبرو هدف د خلکو د ستونزو کمول او له شته وضعیت څخه د وتلو لپاره د حل لارې پیدا کول دي. خو تر اوسه دغو هڅو کومه نتیجه نه ده ورکړې. د طالبانو حکومت د ښځو د زده کړې او کارموندنې مسله د دوو لږو مهمو او کوچنیو مسلو په توګه معرفي کړې او تمه لري چې نړیواله ټولنه د دوی حکومت په رسمیت وپیژني. د نړیوالې ټولنې او همدارنګه د خلکو د یوې لویې برخې په وینا، د ښځو په وړاندې د طالبانو چلند او د بیان د ازادۍ په ډګر کې د خلکو محدودول په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او جنسیتي تبعیض یوه بیلګه ده، چې د نړۍ په هیڅ ځای کې نه لیدل کیږي. اوس نړۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د خلکو وضعیت څاري او دوی باید د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو د ګټو د تامین لپاره یوه پالیسي غوره کړي. د دې وخت را رسېدلی دی چې نړۍ په اجماع سره د افغان ملت د ملاتړ لپاره یوه ګډه او پابنده پالیسي غوره کړي او بندیزونه لیرې کړي تر څو نور د ولس د کړاوونو او ظلمونو شاهدان نه شو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
ټول شموله حکومتداري؛
ټول شموله حکومتداري؛د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه حیاتي اړتیا
له-ترهګرۍ-څخه-نیولې-تر-طالبانو-شکایت-پورې
له ترهګرۍ څخه نیولې تر طالبانو شکایت پورې؛ ته ډېر ناوخته پوه شوې، خو لا هم نیمګړې ده!
پاکستان-و-هند
له جهاد څخه تر توغندیو جوړولو پورې؛ د اسلام آباد د نوي دوکې خبرداری
منظم-سانسور؛-د-سیاسي-خپرونو-بندیز-او-د-انحصار-ځواک-پیاوړی-کول
منظم سانسور؛ د سیاسي خپرونو بندیز او د انحصار ځواک پیاوړی کول
مطالب پیشنهادی
بگرام
طالبان: د بګرام د سپارلو شایعات د پخواني دولت ناروغ تبلیغات دي
محمد نعیم وردک، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د بګرام هوایي اډې امریکا ته د سپارلو شایعات رد کړل او دا یې «د پخواني ناکام دولت د څېرو ناروغ تبلیغات» وبلل.
smartphones-1-1024x683
د افغانستان په پوهنتونونو کې د ځیرک موبایلونو کارول منع سول
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د نوې پرېکړې په اساس، د پوهنتونونو استادانو او له څلورم بست ټیټو کارکوونکو لپاره د ځیرک موبایلونو کارول منع اعلان کړل.
بحران-گرسنگی
د زلزلې او وچکالۍ تر سیوري لاندې په افغانستان کې بشري بحران زیاتوالی
وروستیو زلزلې او پرله‌پسې وچکالۍ د افغانستان بشري بحران لا زیات کړی، چې سلګونه زره خلک بې‌کوره کړي او د ژمي د نږدې کېدو سره سم د سرپناه، خوراکي توکو او پاکو اوبو عاجل اړتیا زیاته سوې ده.
akbar-kazemi-
اکبر کاظمي، د افغانستان د فوتسال ستوری، د ایران د غوره لیګ لوبډلې سره یوځای سو
اکبر کاظمي، د افغانستان مشهور فوتسال ستوری، د ایران د سن‌ایچ ساوه لوبډلې سره په غوره لیګ کې قرارداد وکړ.
آخرین اخبار مهم
بلجیم د طالبانو سره خبرو ته داخل سو
۴ ساعتونه مخکی
تاجیکستان ته د پوتین سفر د سیمې او افغانستان پر تحولاتو تمرکز لري
۱ ورځ مخکی
د طالبانو د احصائیې اداره: د ۱۴۰۴ کال په نیمایي کې له ۴۲ زرو ډېرې کاغذي تذکرې تصدیق سوې
۱ ورځ مخکی
سرچینې خبر ورکوي چې د طالبانو ډیپلوماتانو په بن کې د افغانستان قنسولګري بیا پرانېستې ده
۱ ورځ مخکی
افغانستان ته د لږ تر لږه زر کډوالو کورنیو ستنېدل
۱ ورځ مخکی
په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، یکشنبه، د میزان 13
۱ ورځ مخکی
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (یکشنبه د 1404 کال د میزان 13)
۱ ورځ مخکی
افغانستان د ۲۰۲۷ کال د آسیايي جام مقدماتي سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې چمتو دی
۲ ورځې مخکی
گزارش و مصاحبه
ملګري ملتونه: د وريجو د کر او تولید بهیر په افغانستان کې پیاوړی کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.
۱ اونۍ مخکی
4:10 ب.ظ
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
۲ اونۍ مخکی
2:12 ب.ظ
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۲ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۳ اونۍ مخکی
1:27 ب.ظ
یوناما نسبت به وضعیت بحرانی زلزله‌زدگان شرق کشور هشدار داد
د افغانستان ختیځ کې د زلزلې ناورین؛ انساني غمیزه او د واکمنۍ ازموینه
د طالبانو حکومت په دې حساسې مرحلې کې له یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخ دی. ددې بحران اغېزمن مدیریت د واکمنۍ د وړتیا د سنجولو معیار هم ګڼل کېږي.
۳ اونۍ مخکی
11:22 ق.ظ
افغانستان در روز جهانی دموکراسی؛ حاکمیت تک‌صدایی، خاموشی امید و بحران مشروعیت
نبود مشارکت مردمی، ممنوعیت آموزش زنان و سرکوب رسانه‌ها، کشور را از مسیر توسعه و مردم‌سالاری دور کرده و بحران مشروعیت را در درون نظام حاکم تشدید نموده است.
۳ اونۍ مخکی
1:14 ب.ظ