له طالبانو سره د عبداللطیف نظري د ساتونکو نښته

له طالبانو سره د عبداللطیف نظري د ساتونکو نښته

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې یوې سرچینې دا خبره تایید کړې ده چی د طالبانو د اقتصاد د وزیر عبداللطیف نظري ساتونکو د دغې ډلې له ځواکونو سره فزیکي شخړه کړې ده. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه نښته (جمعه، د حمل ١۷مه) د “بند قرغه” په پوسته کې رامنځته شوې ده. د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالب ځواکونو د ښاغلي نظري موټر ودراوه او د هغه دولتي شناختي کارډ ته يې پام ونه کړ. سرچينه وايي، چې د ښاغلي نظري ساتونکو له دې بې غورۍ وروسته غبرګون وښود او طالب ځواکونو پوسته ” محاصره” کړه. عبداللطیف نظري د هزاره قوم لومړنی کس و چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په دولتي څوکۍ وګمارل شو. ښاغلي نظري د تېر افغان حکومت پر مهال د پوهنتون د استاد او سیاسي فعال په توګه کار کړی دی.

بیشتر بخوانید:  ټرمپ: د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره به پوځي تجهیزات وکاروم
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x