له طالبانو سره خبرې اترې؛ د افغان کډوالو د راستنولو لپاره د سویس حل

د سویس د کډوالۍ مشر: د افغان کډوالو شړل له طالبانو سره خبرو اترو ته اړتیا لريد سویس سناتور او د کډوالۍ مشر ډامیان مولر اعلان کړی چې هیواد یې باید د افغان کډوالو د بیرته راستنیدو لپاره له طالبانو سره خبرې اترې وکړي
رئیس مهاجرت سوئیس: اخراج مهاجران افغان نیازمند گفت‌وگو با طالبان است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ سویس رسنیو راپور ورکړی چې د لیبرال ګوند سناتور او د سویس د حکومت د کډوالۍ کمیسیون مشر ډامیان مولر له طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

هغه ټینګار وکړ چې تر هغه چې طالبان په کابل کې واک ولري، د کډوالو د ستونزې د حل لپاره “له دې ډلې سره د خبرو اترو پرته بله چاره نشته”.

د سویس ورځپاڼې بیلیک د اسد په ۸مه د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې سویس د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د هیڅ افغان کډوال په ایستلو کې بریالی شوی نه دی.

سویس یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې یې د پام وړ شمیر افغان کډوال منلي دي او اوس د غیر مستند مهاجرینو د راستنیدو په پروسه کې له ننګونو سره مخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه