د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د راپور له مخې، یوازې د تېرې ورځې په ترڅ کې ۷۴۵ د افغان کډوالو کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې سوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (۴ د جدی) راپور ورکړی چې دغه کورنۍ د بېلابېلو سرحدي لارو له لارې هېواد ته داخلې سوې دي.
په وروستیو اوونیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ شدیده سوې ده. راپورونه ښيي چې ډېری بېرته ستنېدونکي له سختو بشري شرایطو سره مخ دي او د سرپناه، خوړو او لومړنیو خدمتونو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي.
د دې بهیر له دوام سره، مرستندویه بنسټونو او د بشري حقونو څارونکو د دغو ستنېدنو له امله د بشري ناورین د رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.



