د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ايران د کورنيو چارو وزارت مرستيال ډاکتر نامي د هرات له والي سره په کتنه کې په دغه ولايت کې له زلزله ځپلو سره د مرستې ژمنه وکړه. د هرات والي نوراحمد اسلامجار د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستو قدرداني وکړه او له زلزله ځپلو سره د مرستو په رسولو کې یې د اسلامي امارت او د هرات د سیمه ایزې ادارې د اقداماتو خبر ورکړ. دا هم ویل شوي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازی لیونارد زولو د زلزله ځپلو سیمو د لیدو لپاره هرات ته تللی دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=6385
۱ کال پیش
شماره خبر 6385
منتشر شده در ۱۳:۴۴ - میزان ۲۰, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email